دپاکستان پوځ وایې چې عسکر یې په جنوبی وزیرستان کې د طالبانو یوه مهم مرکز ته ورنږدې شوي دي او فعلا د دواړو خواو تر منځ ډیر سخت جنگ روان دی.

د پاکستان د پوځ  یوه مطبوعاتي اعلامیه چې نن خپره شوه وایې، د تیرو دریو هفتو جنگ  نه وروسته اوس پاکستاني عسکر د جنوبي وزیرستان په لډه نومې غرني  ښارگوټي کې د طالبانو سره په سړکونو او لارو کې مخامخ جنگ کوي.  

د پاکستان پوځ وایې چې تر اوسه پورې یې لس جنگیالي په دغه جنگ کې  وژلي دي او شل تنه نور یې د جنوبی وزیرستان په نورو برخو کې ووژل.

د پوځ اعلامیه وایې چې اته عسکر هم زخمیان شوي دي. خو په ازاد ډول د پاکستان د پوځ ددغو دعوو تصدیق کیدل مشکل دي ځکه چې ژورنالستان نه پریږدي چې د جنگ  د صحنې نه راپور ورکړي.

له بلې  خوا د صوبه سرحد د باجوړ ایجنسۍ  محلي ماموران وایې چې وسله والو طالبانو نن د سړک په غاړه په یوه ناڅاپي  حمله کی د یوه ښوونځي  دوه ښوونکې ووژلې. 

د پاکستان د حکومت محلي ماموران وايي چې وسله والو سړه ددغو ښوونکو پر موټر باندې د اتوماتیکو وسلو په وسیله د باجوړ مرکز خار سره نژدې ډزې وکړې، دوه تنه یې ځای په ځای ووژلې او دوه نورې یې زخمیانې کړلې.