دامریکا د جمهور رئیس بارک اوباما یو  ناسکه ورور د خپل پلار د ژوند په باب یوه افسانه لیکلی ده.

د جمهور رئیس اوباما ناسکه ورور مارک اوکوت اوباما پرون  د چین د گوانگ ژو په ښار کی خبریالانو سره خبرې کولې.

ددې   افسانې نوم  د نایروبي نه تر شینزین  پورې  ایښودل شوی دی. د اوباما ناسکه ورور لیکي چې پلار یې ډیر ظالم ؤ.

په دې کتاب کې  نوموړی په کینیا کی د خپل ژوند ترخی خاطری بیانوي.

د اوباما  ناسکه ورور وایي چې پلار به  یې زه هم وهلم او زما مور چې روت نومیده بې یې هم ډیره وهله ټکوله.

روت د اوباما  د پلار بارک  اوباما دریمه ښځه وه چې واده یې ورسره کړی ؤ. 

جمهور رئیس اوباما هم په ډیر وړکتوب کی خپل پلار لیدلی ؤ او د هغه  مور ان ډنهم  نه په داسې یوه زمانه کی بیل شوی ؤ چې اوباما وړوکی ؤ. ښاغلی اوباما په دې میاشت کې چین ته سفر کوي او ناسکه ورور یی وایي هیله لري ملاقات به ورسره وکړي.