د عراق پارلمان له یو اوږد ځنډ نه وروسته د انتخاباتو قانون تصویب کړ. تمه کیږي چې په عراق کې به ملي انتخابات د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې وشي.
د عراق د انتخاباتو د کمیسون مشر فرج الحیدري نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د عراق د جمهوري ریاست شورا باید د انتخاباتو لپاره وړاندیز شوې نیټه منظوره کاندي.
د امریکا جمهور رییس باراک اوباما د عراق د پارلمان دغه کار ته هرکلی ووایه او هغه یې په عراق کې د دایمي سولې په راوستلو کې یو ستر او مهم ګام وباله. جمهور رییس اوباما زیاته کړه چې پدې کار سره به اوس دیته زمینه مساعده شي چې د امریکا محاربوي عسکر به هم په ترتیب سره د راتلونکي میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې د عراق نه واوځي.
په عراق کې راتلونکي ملي انتخابات د هغه هیواد لپاره یو ستر ازمایښت دی. ځکه چې د امریکا د عسکرو تر وتو وروسته عراق خپلې امنیتي چارې پخپل لاس کې اخلي.


