د افغانستان د اګست د میاشتې د انتخاباتو وروسته چې پرې د ټکۍ برګۍ زیات تورنه ولګول شول، نن د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د خپلې دویمې پنځه کلنې دورې د لوړې مراسم ترسره کړل.
دغه مراسم نن د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼې کې پرانیستل شول.
جمهور رئیس کرزي چې په سلګونو بهرني عالي رتبه مقاماتو او د افغانستان مشرانو ته په یادشوي مراسمو کې خبرې کولې، هوډ څرگند کړ چې په خپل حکومت کې به د اداري فساد سره، چې د هغه په وینا د حکومت ستر دښمن دی، مبارزه وکړي.
پر جمهور رئیس کرزي باندې د لودیځ دخوا شدید فشار دی چې په خپل حکومت کې حسابداري ډیره کړي او د اداري فساد سره مبارزه وکړي.
جمهور رئیس ژمنه وکړه چې تکړه او متخصص کسان به په کابینه کې ځای پرځای کړي او د هغو کسانو پر ضد به اقدام کوي چې د ملک اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړی.
جمهور ريْس کرزي وویل چې د هغه حکومت ته یو بل مهم لومړیتوب به دا وي چې د نړیوالو قواوو نه د امنیت چارو مسولیت کرار کرار و افغان پوځ ته وروسپاري. جمهور ریْس کرزي وویل چې هغه هیله من دی چې افغان ملي امنیتي قواووې به په دې وتوانېږي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پوري د امنیتي چارو ټوله رهبري په لاس کې واخلي.
جمهور ریٌْس زیاته کړه چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ په مقابل کې بری حاصل شي.
له بلي خوا افغان چارواکو وویل چې یوه ځانمرګه د افغانستان په جنوب کې د بم په چاودنه کې لس ملکیان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل. د زابل په ولایت کې د ناامنۍ په یوې جلا پیښه کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي.


