پاکستاني چارواکي وايي چې په صوبه سرحد کې د حملو په لړ کې نن یوه ځانمرګه حمله کونکي د پېښور په ښار کې د یوې محکمې دباندې ځان والوزاوه او لږ تر لږه ۱۹ کسه یې ووژل.
دا شپږمه چاودنه وه چې د دوو اونیو نه په لږ وخت کې د پېښور په ښار کې وشوه.
د پولیسو یو عالي رتبه افسر ویلي چې ځانمرګه هغه وخت ځان ولوزاوه کله چې د امنیتي ساتونکو دخوا د محکمې په دروازه کې دتلاشۍ په خاطر ودرول شو.
چارواکي وايي چې د وژل شویو کسانو په جمله کې درې تنه د پولیسو افسران هم شامل دي. په دغه حمله کې لږ تر لږه ۳۶ کسه ټپیان هم شول.
په عین حال کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني دغه حمله وغندله او یوځل بیا یې پر خپل نظر ټینګار وکړ چې پاکستان د ترهګرو سره د جګړې دپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.
د پاکستان په صوبه سرحد کې د یاغیانو حملو وروسته د هغه نه زور واخیسته چې پوځ د دوی پرضد په جنوبي وزیرستان کې د اکتوبر په نیمايي کې عملیات پیل کړل.
په پاکستان کې وروستۍ چادونه څو ساعته وروسته د هغه نه وشوه چې په شمالي وزیرستان کې چې د طالبانو بل مورچل بلل کېږي، د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې لږ تر لږه درې کسه ووژل شول او څلور نور زخمیان شول.
شمال وزیرستان هم د افغانستان سره په سرحد کې پروت دی.


