په افغانستان کې دیره نړیوالې قواووې وایي چې د هغه هیواد په جنوب او ختیځ کې څلور تنه امریکایي عسکر د یاغیانو په حملو کې وژل شویدي.ناټو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پرون د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یوه بم په چاودنه کې یو امریکایي عسکر ووژل شو. همدارنګه دوه تنه نور امریکایي عسکر د افغانستان په جنوب کې د بم په یوې بلې چاودنې کې ووژل شول. او یو بل امریکایي عسکر د یاغیانو د سپکو وسلو په ډزو کې د هیواد په جنوب کې وژل شویدی.
همدارنګه افغاني چارواکو ویلي دي چې پرون د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت د موسی قله په ولسوالې کې دری تنه افغان عسکر د سړک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې ووژل شول او دوه تنه نور یې ټپیان شول. هغوي ویلي دي چې شپږ تنه افغان عسکر د کنړ په ولایت کې هم ټپیان شویدي.
له بلې خوا پرون د یکشنبې په ورځ د سرحدي قواوو قوماندان جنرال عبدالرازق وویل چې د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي قواوو د ګزمې پنځه تنه د سړک د غاړې په یوې چاودنه کې ووژل شول.


