د ناټو چارواکي وايي چې یو بار وړونکې دربست هلیکوبتره چې د پوځ د یوې قراردادي کمپنۍ له خواه کرایه شوې وه، په افغانستان کې ورکه شوې ده او ناټو قواوې د دغې الوتکي په لټولو کې مرسته کوي.
د ناټو ویاند نن د پنجشنبې په ورځ د امنیتي دلایلو په خاطر ددې پلټنې د ځای او موقعیت په باب څه و نه ویل.
د ګلوبل سروېسېږ په نامه یوې قراردادي کمپنۍ دغه هیلکوبتره د پوځ لپاره دربست نیولې وه. دغه کمپنۍ پوځ ته لوژستیکي آسانتاوې برابروي. خو په دې اړه چې دغه هیلکوبتر کومه ورځ ورکه شوه بیلابیل ریپوټونه خپاره شویدي.
د لوګر په ولایت کې چارواکي وايي چې د چار شنبې په شپه داسي ریپوټونه خپاره شول چې یوه هلیکوبتره په توګه کښېاسته خو دا په ډاګه نشوه چې دغه هیلکوبتر خو به هغه ورکه شوې هلیکوبتره نه وي.


