داوپیک هیوادونه چې په نړی کې دتیلو تولیدونکی دی، فیصله یې کړې ده چې دخپلو تولیداتو اندازه په  خپل حال وساتی. هغوی وايي چې په نړی کې دتیلو د تولید اندازه په ښه سطحه کې ده.

د تیلو وزېران چې د انگولا په پاېتخت لو واندا کې  به سره ملاقات وکړی،  نن د سه شنبی په ورځ ېې له خپل رسمی مجلس نه مخکی دا اعلان وکړ.

دتېلو د ېوبېرل  قېمت د ٧٠ او ٨٠ ډالرو ترمنځ دی او تېرکال د ېو بېرل قېمت  ١٥٠ ډالرو ته رسېدلی و. خو دسږکال په اخر کې  دتېلو د ېوبېرل قېمت تقرېبا دوه چنده راټېټ سو.

د سعودی عربستان د تېلو وزېر علی النعېمی ووېل چې د تېلو اوسنی قېمتونه  د مستهلکېنو،  تولېدوونکېو او پانگه لگوونکېو لپاره  ډېر مناسب دی. 

ېوشمېر استازو دا  اندېښنه څرگنده کړېده چې د اوپېک ېوشمېر غړي د خپل تولېد له اندازې نه زېات تولېد کوی په دې توگه د تېلو په قېمتونو باندی فشار راولی چې کم شی.

خو دتېلو وزېرانو داوپېک په ١٢ غړېو باندی  غږ کړېدی چې د تولېد له اندازو سره ځان برابر کړی.