د کال ١٩٥٠ د جنوری پر شپږویشتمه د هند اساسی قانون منظور سو او د هند جمهوریت جوړ سو.

مهنداس مهاتمت گاندهی  د برټانیې سره څو لسیزی د تشدد نه کولو مبارزه وکړه او بالاخره یې  د هند خپلواکی وگټله.

برټانیې په دوهم نړی وال جنگ کی د هند سره د ازادی ژمنه کړې وه خو د جنگ څخه وروسته خبری پر دې مسله باندی په ټپه ودرېدلې چی ایا هند دي د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ  سره وویشل سی کنه.

د کال ١٩۴٧ د اگسټ پر پنځه لسمه د مغولو  دغه پخوانی امپراطوري د هند او پاکستان په نوم سره ووېشله سوه.

د هندوانو او ډېر ژر دهندوانو او مسلمانانو ترمنځ مذهبی جنگونه پیل سول. په سل هاوو زره کسان ووژل سول او بالاخره پخپله گاندهی هم ددغه تشدد قربانی سو او د کال ١٩۴٨ د جنوری په میاشت کی یوه  متعصب هندو وویشتی او وې واژه.

 د هند صدراعظم جواهرلال نهرو د گاندهی د وژل کېدلو په اړه وویل زموږ له ژوند څخه  رڼا ولاړه او ټول هیواد تیارو نیولی دی. نهرو  په هند کی د ثبات د ټینگولو دپاره خپلی مبارزې ته دوام ورکړ  او د تر ١٩۴٩ کال پوری مذهبی جنگونه مخ پر ختمېدلو سول.

د کال ١٩٥٠ د جنوری پر شپږویشتمه د هند جمهوریت منځته راغی. د هند اساسی قانون منظور سو او د هغه  پر اساس  په هرو پنځو کالو کی  یو ځل انتخابات ومنل سول او د هند حکومت  د برټانیې پر سسټم باندی جوړ سو. 

جواهر لال نهرو په کال ١٩٥٢ کی انتخابات وگټل خو د ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ وو.

په ټول هیواد کی اقتصادی ستونزی موجودی وې او په هیواد کی د زیات نفوس موجودیت او  د نفوی پرله پسې زیاتېدلو  د هیواد اقتصادی مشکلات نور هم پسی زیاتول.

نهرو باید د پنجاب په څېر ایالتونو کی د زیاتی خودمختار د تحریکونو د ځبلو دپاره  هم باید  اقدامات کړي وې.

هغه  د برټانیې څخه  داستقلال د گټلو په مبارزه کی د تشدد نه کولو لاره غوره کړې وه مگر کله چی قدرت ته ورسېدی  مجبور وو چی کله کله تشدد ته  لاس واچوی. هغه گوا ته پوځونه واستول او د چین سره یې د کشمیر او نیپال پرسر جنگونه وکړل. هغه په کال ١٩٦۴ کی وفات سو او  د ده پر ځای باندی  لال بهادر شاستري د هیواد صدراعظم سو. وروسته د نهرو یوازینی لور ایندرا گاندهي څلور ځله د هغه هیواد صدراعظمه سوه.