پاکستان وايي چې په دې باور لري چې په یوه هوايي حمله کې به د طالبانو څو لوړپوړي قوماندانان وژل شوي وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ( رحمان ملک) نن دا تایید کړه چې د طالبانو قوماندان ( فتح محمد) په هغو ۲۵ یاغیانو کې و چې د پاکستان توپ لرونکو هلیکوبترو د مومندو په قبایلي سیمه د هغوی د پټیدو په ځای باندی حمله وکړه

هغه مطبوعاتو ته دا هم وویل چې دا به د حیرانتیا خبره وي چې څوک ووايي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر ( مولوی فقیر محمد) او قوماندان ( قاري ضیا الرحمن) د دې حملې نه بچ شوي دي.

مولوي فقیر محمد د تحریک طالبان ډ ډلې د مشر مرستیال او په باجوړ کې د دغې ډلې مشر دی. داسي ویل کېږي چې هغه د القاعدې دوهم مشر ( ایمان ظواهري) ته ډیر نېږدې دی. کارپوهان وايي چې که د دی خلګو د وژل کیدو خبر تایید سي نو هغه به په پاکستاني طالبانو باندی یو لوی وار وي چې په ټول پاکستان کې یې په حملو کې په سلګونو خلګ وژلي دي.