د اسرایلو پوځ د فلسطینیانو پرمخ لویدیځه غاړه بنده کړې او فلسطینیان نشي کولای چې ترراتلونکو ۴۸ ساعتونو پوري اسرایلو ته ورننوزي.

اسرایلو دغه پوله پرون د پنجشنبې په ورځ وتړله او د شنبې تر ورځې تر ماښامه پوري به یې خلاصه نه کړي.

دغه راز د اسرائیلو حکومت دا هم ویلي دي چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د الاقصی په جومات کې د ۵۰ کلونو نه کښته عمر لرونکو ته د لمونځ اجازه ورنکړي. د الاقصی جومات په بیت المقدس کې چی د مسلمانانو او یهودانو دواړو دپاره مقدس ښار دی، واقع دی.  

حکومت ویلي دي چې دغه پرېکړه یې په دې خاطر کړېده چې د تشدد مخنیوی وکړي.

د دواړو خوا تر مینځ وروسته له هغه چې اسرایلو اعلان وکړ چې غواړي په بیت القمدس کې خپل څو مذهبي ځایونه ترمیم کړي، جنجالونه راپیدا شوي دي.