افغان چارواکي وایي امنیتي قواوو د هیواد په ختیځ کې پنځه چې د ځانمرګي برید کوونکو شک پرې کیده وژلي دي.
چارواکي وایي چې افغان امنیتي قواوو پدغو پنځو تنو مشکوکو ځانمرګي برید کوونکو باندې نن د دوشنبې په ورځ وړاندې تر دې چې هغوي د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې خپلو هدفونو ته ورسیږي، حمله وکړله او ویې وژل.
طالبانو پدې وروستیو کې د افغانستان د حکومت او د ناټو د قواوو پر ضد په یوه وخت کې د څو ځانمرګو حملو کول زیات کړیدي.
طالبانو همدارنګه د کندهار په ولایت کې د شنبې د ورځې د څو ځانمرګو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې پکې 35 کسان ووژل شول.
طالبانو ویلي دي دغه حملې یې د ناټو د قواوو د هغه پلان پر ضد کړیدي چې غواړي د روان میلادي کال په وروستیو کې د کندهار په ولایت کې د طالبانو پر ضد ستر عملیات پیل کړي.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي پرون د یکشنبې په ورځ د دغو حملو په باب د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره د ټیلفون له لارې خبرې وکړي.
دواړو مشرانو د کندهار په ولایت کې، او د پاکستان د سوات په ناوې او د لاهور په ښار کې وروستي ځانمرګي بریدونه وغندل.


