د مینځني ختیځ د سولې  دپاره څلور اړخیز هیات پر اسرایلو باندې غږ کړی دی چې په اشغال شوې سیمه کې دي د کورنو جوړولو کار بند کړی او دغه راز یې د اسرایلو او فلسطین نه غوښتي دي چې د سولې خبرو ته دي حاضر شي.  

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون نن د جمعې په ورځ وروسته له هغه نه چې دغه ډلې په مسکو کې خبري پای ته ورسولې، د هغې بیانیه ولوستله چې په کښي یې د اسرایلو وروستۍ اقدام چې په ختیځ بیت القمدس کې یې د ۱۶۰۰ نویو کورنو د جوړولو اعلان کړی، یوځل بیا وغانده او ویې ویل چې د اسرایلو له خوا ددغې سیمې الحاق نړیواله ټولنه په رسمیت نه پېژني.

د فلسطین ستر مرکه چی صاحب عرقات د منیځني ختیځ د سولې دپاره د څلور اړخیز هیات بیانیې ته ښه راغلاست ووایه او د دې غوښتنه یې وکړه چې په اشغال شوې سیمه کې دي د اسرایلو د کورونو جوړولو لړۍ له نېږدې نه وڅارل شي.

 د اسرایلو خارجه وزیر نن د جمعې په ورځ په جواب کې وویل چې سوله په مصنوي توګه په چا باندې نشي تحمیل کېدای.   

د مینځني ختیځ دپاره د سولې څلور اړخیز سازمان چې د آمریکا، ملګرو ملتونو، روسیې او اروپايي اتحاد استاځي په کښي شامل دي، غوښتي دي چی  د اسرایلو او فلسطین ترمینځ دي په راتلونکو ۲۴میاشتو کی په دې باب یوه موافقه وسی.