افغان چارواکی وایی چی د هلمند په ولایت کی د یوه ځان مرگی په حمله کی لس تنه وژل شوی او اوه تنه زخمی شوی دی.
محلی چارواکی وایی د گرشک په ولسوالۍ کې یوه ځانمرگی د پوځ یو موټر په نښه کړی و، خو خپل بمونه یی په داسی یو ځای کی وچول چی هلته ولسی خلک د نوروز د میلې لپاره راټول شوي وو.
بل پلو د خوست په ولایت کی په یوه چاودنه کی دوه تنه وژل شوی او لږ تر لږه دوه تنه زخمی شوی دی.


