Inside VOA | زمونږ سره اړیکې

blank

سیمییز خبرونه

په خوست کې بزګران د حکومت څخه ګیله لري

په خوست ولايت کې بزګران وايي، چې د زراعت په برخه کې دولت هيڅ مرسته نده ورسره کړې او غوښتنه کوي، چې دې برخې ته دې خپله توجه زياته کړي. د خوست بزګرانو دغه شکايت د بزګر ورځې د نمانځلو په غونډه وکړ. د بزګر ورځ په خوست کې نن ونمانځل شوه، چې سلګونو بزګرانو پکې ګډو کړی و او له دوی سره يوه اندازه د تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته هم وشوه.

بشپړه موضوع

د خوست کې ځوانان فېسبوک د معلوماتو د ډیرولو او د اړیکو نیولو لپاره استعمالوي.

په خوست کې يو شمېر ځوانان له فېسبوک سره ډېره علاقه لري او غواړي، چې له دې لارې خپل معلومات او اړيکې پراخې کړي. په دې اړه ابراهيم رحيمي له خوست ولايت څخه رپوټ رالېږلی دی.

د تخار په ینګي کلا او خواجه غار ولسوالیو کې به پراختیايي پروژې پیل شي.

د سولې عالي شورا د تخار په ینګي کلا او خواجه غار ولسوالیو کې د یو نیم میلون ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې پیل کړي.

په کندوز کې ځوانانو لپاره د کسبونو د زده کولو زمینه برابره شوې

د کار او ټولنیزو چارو د ریاست د کسبونو د زده کولو په مرکز کې په لسګونو ځوانان د قالینو اوبدل، فلزکاري، د پایپونو غزول، او د کمپیوټر زده کړې کوي.

په کندوز کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې ۲۰۰۰ پروژې عملي شوي

د کلیو او پراختیا ریاست د ملي پیوستون پروګرام له لارې د کندوز په ټولو ولسوالیو او کلیو کې یو زر نهه سوه اوه څلویښت وړې او نیمه لوې پروژې عملي شوي دي. په دغو پروژو کې د سرکونو جوړول، په سرکونو کاړ اچول، پلچکونه، څاګانې، کلینیکونه، تحکیماتي دیوالونه او نور کارونه شامل دي.

د کندوز د ښار د لنډو حلقوي سرکونو د قیر کولو کارونه پیل شوي

د کندوز د فواید عامې ریس فریدون جوانشیر وایې چې ددغه ښار په پنځه بیلا بیلو سیمو کې لنډکي سرکونه به په نزدې وخت کې د مرستندویه هیوادونو په مرسته قیر شي. پخوا تردې د کندوز د ښار څوارلس کیلو متره فرعي سرکونه د المان په مالي لګښت قیر شوي دي چې ځینې سرکونه یې اوس د قیر کولو لپاره تر پلان لاندې دي.

د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د معتادو کسانو شمیر زیات شوی دی

د کندوز ولایت قلعه ذال ولسوالۍ کې په مخدره توکو داخته کسانو د شمیر زیاتیدل د اندیښنی وړ دي. په کندوز کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې ریس قاضي عبدالبصیرمرشد وایي چې د تیرو وختونو په پرتله په قلعه ذال ولسوالۍ کې په مخدره توکو د روږدو کسانو په شمیر کې د اندیښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

پولیسو په ببغلان کې یوه میرمن ژغورلې چې په تیاره کوټه کې بندې وه

یوې ١٥ کلني افغان میرمني چي خپل خپلوانو یې په یوه کوټه کي بنده کړې وه، بیا وکړای شول چي رڼا ورځ وویني.

د امريکا د کانګرس غړي لغمان ته تللي

د لغمان چارواکي وايي د کانګرس دغو غړو په سيمه کې دبيارغونې اوامنيتي بهيرپه باب څېړنه وکړه اوله ځانه سره يې ددغه ولايت په باب يو ښه تصوير یووړ

د افغانستان په شمال کې اداري اصلاحات

دغه کار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترسره کیږي.

د بدخشان خلکو بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې

خاش، بهارک، یفتل، شهدا، وردوج، دره یم، ارګو، تیشکان او کشم د بدخشان هغه ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وينا سږ کال يې بزګرانو یو ځل بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.

کندوز کې د دولت د مخالفینو لس کسیزه ډله تسلیم شوه

دغې ډلې د دشت ارچي په ولسوالۍ کې له تیرو دوو کالو راپه دیخوا د دولت پر خلاف جګړې کولې

نورستان کې څلويښت پوليس راخوشې شول

دى وايي دغه پوليسان څه موده وړاندې هغه مهال چې دوي وانت وايګل ولسوالۍ ته په معاشونو پسې تللي وو بېرته کورونو ته د راستنېدو پر مهال وسله والو مخالفينو د همدې چپې درې په سيمه کې وتښتول.

جلال آباد کې اداري اصلاحات: ۹ زره تنه په دندو ګومارل شوي

د اداري اصلاحاتو دغه اداره وايي اکثریت دولتي مقررۍ اوس د دوی له لارې کیږي.

کندز کې په لومړي ځل یو ځانمرګی ژوندی نیول شوی

د کندوز د امنیه قوماندان چې دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې نوې دنده ور وسپارل شوه، په یو مطبوعاتي کنفرانس کې یې وویل چې پولیسو یو تن ځانمرګی او د هغه دوه نور ملګري چې لارښوونه یې ورته کوله ونیول.

ځانګړې پاڼه: دودیزه لویه جرګه ۲۰۱۱

د اشنا تلویزیون وروستۍ خپرونه وګورﺉ


د اشنا رادیو وروستۍ خپرونې واورﺉ
وروستي خبرونه

یو ساعته پروگرام: خبرونه، د سیمییزو او نړیوالو مسایلو په اړه رپوټونه، تبصرې، نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه، ټولنیز او کلتوري مسایل، اقتصادي او سپورټي...
سهارنۍ خبري خپرونه
د اشنا راډیو سره خبرې اترې
ماښامنۍ خبري خپرونه
د آشنایانو ادبي دیره


Daoud Sediqi


زیات لوستل شوي