عکس Reuters
د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي چې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د پکتیا ولایت د والي ویاند وايي چې په دې بمبارۍ کې یو سړی د خپل میرمنې او شپږو اولادونو سره د پکتیا ولایت د ګرده څړۍ په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
بشپړه موضوع
د پاکستان په جنوب کې وسله والو پر یوه بس موټر باندي برید کړی دی لږ تر لږه ۷ کسه یې وژلي دي. پولیس وايي چې دغه پېښه د سیند ایالت د قاضي احمد په سیمه کې پر یوې لویې لارې باندي شوې ده. په پېښه کې څو کسه ټپیان شوي هم دي.
وروسته له هغه نه چې د بغداد غونډې ځيني نتایج په پای کې درلودلل ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو پر دې هوکړه کړې چې راتلونکې میاشت به د ایران د اټمي پروګرام په هکله د خبرو نوی پړاو په ماسکو کې پیل کړي.
پاکستان پرون د پنجشنبې په ورځ د هغه پاکستاني ډاکټر د بندي کیدو له کبله د امریکا انتقاد رد کړی دی چي د اسامه بن لادن په پیدا کولو کي یې د امریکا سره مرسته کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وایي د عراق د بغداد په ښار کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د دوه ورځنیو خبرو نه وروسته هم پدې برخې کې زیات اختلافات لا پاتې دي. میرمن کلنټن همدرانګه وایي چې هغه پاکستاني ډاکټر ته سزا ورکول بې عدالتي ده چې د بن لادن په پیدا کولو کې د امریکا سره مرسته کړې وه.
پداسې حال کې چې په پاکستان باندې فشار ورځ تر بلې زیاتیږي چې په افغانستان کې دناټو د ځواکونو لپآره د اکمالاتو لارې بیرته پرانیزي، خو پرون د پنجشنبې په ورځ هم په سل ګونه لارۍ په پاکستان کې ولاړې وې او دیته انتظار ایسته چې کله به لارې پرانیستل کیږي.
یران نن د پنجشنبې په روځ دنړیوالو قدرتونو دریځ د خپل اټومي پروگرام په برخه کې رد کړ. ایران او دنړۍ شپږ قدرتونه نن دویمه ورځ ده چې په بغداد کې په دې بحث کوي چې هغه نړیوالې اندېښنې له منځه ېوسي چې وايي د اېران اټومی پروگرام نظامي اړخ لري.
د پاکستان داستخباراتو چارواکي وايي چې د پاکستان په شمال لویدیځه قبایلي علاقه کې چې د افغانستان سرحد ته نژدې ده ، دامریکا د بې پېلوټه الوتکو په بمبارۍ کې لس تنه وژل شوي دي. چارواکو وویل چې بې پېلوټه الوتکو نن د پنجشبنې په ورځ په میرانشاه کې ختیځې خواته څوکورونه وویشتل.
د پاکستان ستونزمنې اړیکې له امریکا سره د جنجال تازه پړاو ته نن د پنجشنبی په ورځ ورداخلې شوې. دامریکا دولسي جرګې یوه استاځي خبرداری ورکړ چې امریکا به د پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي له محکومولو نه ورو سته په مرستو کې ډير کمي راولي.
د ملگرو ملتونو د آټمي چارو د مؤسسې رئیس ( یوکیا امانو ) وایي چي دی توقع لري ایران به « ډیر ژر» هغه موافقه لاسلیک کړي چي ددوي مفتشانو ته اجازه ورکوي هغه تاسیسات یې تفتیش کړي
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ اداره په تهران کې د ایران د جګپوړو چاروکو سره خبري کوي چې یوې موافقی ته سره ورسېږي او په لړ کې یې د ملګرو ملتونو پلاوی هغه سیمې وڅاري چې پر د اټمي وسلو د جورولو د پټو مراکزو شک راځي.
د هانګ کانګ ورځپاڼه لیکي چې د چین د ولایتي پولیسو یو پخوانی مشر محاکمه به چې په دوو لسیزو کې یې په چین کې تر ټولو لویه سیاسي رسوايي رامنځ ته کړې ده، د راروانې میاشتې په پیل کې شروع شي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداي د ناټو په بلنه ددغه تړون په سرمشریزه غونډه کې په شیکاګو کې برخه اخلي. د ناټو عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن وايي چې پاکستان د افغانستان د شخړې په حل کې مهم رول لوبوي.
پاکستان وروسته له هغه نه د ټویټر ټولنیز ویب پاڼه په دغه هېواد کې بنده کړه چې دغې ویب پاڼې دا و نه منله چې ځیني توهینونکي انځورونه چې د اسلام د دین پر خلاف دي ایسته کړي. د پاکستان د مخابراتو د ادارې ریْس محمد یاسین وویل چې ټویټرس د فیسبوک سره په سیالۍ کې د حضرت محمد (ص) په هکله انځورونه خپاره کړل.
د امریکا ولسمشر براک اوباما به سبا د شنبې په ورځ د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو کوربه وي او تر هغې وروسته به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د شیکاګو په ښار کې د ناټو د غړیو هیوادونو د عالي غونډې کوربه توب هم په غاړه ولري.