Inside VOA | زمونږ سره اړیکې

blank

افغانستان RSS Feeds آر ایس ایس

خبرې اترې: د کابل د یخنی له امله د ۲۴ ماشومانو د مړینې مسول څوک دی؟

د امریکا غږ آشنا راډیو د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو د هغو بې ځایه شویو افغانانو په هکله خبري وکړې چې د کابل په بیلابیلو کمپونو کې د ژمي په سړې هوا کې شپې سباح کوي او تر اوسه پوري د موجودو آمارو پر بنسټ ۲۴ ماشومان د یخنۍ نه مړه شوي دي.

بشپړه موضوع

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لومړي وار د کرکټ د لوبې له ټسټ هیواد یعنې پاکستان سره د جمعې په ورځ لوبیږي، دا لومړی وار دی چې افغان کرکټ ملي لوبډله د ټسټ کرکټ هیواد سره یو ورځنۍ یا د پنځوسو اورونو سیالي ترسره کوي، زمونږ خبریال وکیل احمد احساس په دوبۍ کې د کرکټ د ملي لوبډلې ددغې لوبې په تیاریو راپور جوړ کړی چې په ګډه به یې وګوور.

A policeman looks on as passengers wait to cross the Pakistan-Afghanistan border on foot in the northwest town of Torkham, November 27, 2011.

د ناټو، افغانستان او پاکستان پوځي چارواکي د پولې د امنیت په اړه غونډه کوی.

د ناټو، افغانستان او پاکستان نظامي مامورین غونډه کوي چه د افغانستان او پاکستان د سرحد په غاړو کې امنیت ښه شي.

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو هلیکوبتره رالویدلې

اسوشیټد پرس خبري اژانس د ناټو د قواوو له قوله وایي چې د دوي یوه هلیوکوپتره د افغانستان په ختیځ کې غورځیدلی خو ټولې سپرلې یې روغې رمټي دي. دغه نړیوال اتلاف په یو بیان کې وایی د هیلیوکوپترې عمله نژدې اډی ته رسول شویده

ولسمشر کرزي د کندهار برید غندلی دی

ولسمشر حامد کرزي د موټربم ننۍ حمله چې د قندهار په ولایت کې پولیسو د ماموریت نه بهر شویده، غندلې ده. د جمهورریس د رسمي فیس بوک د پاڼې له قراره د یو موټر بم د چاودنې له امله د قندهار په ښار کې د پولیسود مرکز نه د باندې نهه کسه وژل شویدی او ١٩ تنه نور زخمی شویدی.

د طالبانو سره په قطر او عربستان کې خبري د خبریال احمد رشید له نظره

د طا لبانواوامریکا تر منځ په قطر کی د ورستيو خبرو په اړه افغان حکومت ولي په شروع کی د دی مفکورې چې طالبان دي په قطر کی يو سیاسي دفتر ولري ملاتړی نه وو او د ځیني راپورنو له مخي افغان حکومت ولي په سعودي عربستان کی په جلا توګه خبري پیل کړي دي. د امریکا غږ آشنا راډيو د مشهور لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه احمد رشید سره په دې هکله مرکه کړې ده.

دفارن پالېسي مجله: په افغانستان کې د کورنۍ جګړۍ امکانات او مخه ېې څنگه نېول کېداي شي.

دفارن پالېسي مجلې د فبرورې په درېمه لېکي چې په افغانستان کې به راتلونکې کې کورنی جنگ، خامخا پېښ نشي خو ترپخواېې د پېښېدو توقع ډېره ده. مجله په دې تبصره کوي چې مخه ېې څنگه نېول کېدلاي شي او دېوې دوامدارې سولې په لاره کې خنډونه اوستونزې څه دي.

افغان ماشومان د یخنۍ له لاسه مړه شوي دي.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼي په یوه رپوټ کي ویل شوي دي چي لږترلږه ٢٢ افغان ماشومان چي ټول یې ترپنځو کالو کم وو تیره میاشت په کابل کي د مهاجرو په دوو کمپونو کي د ډیري یخنۍ له لاسه مړه شوي دي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۱۱ کال کې د نورو کلنو په پرتله ډیر ملکیان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو یو رپوټ وایي چي تیر کال په افغانستان کي په شخړو او جگړو کي تر ٣٠٠٠ زیات ملکي خلک وژل شوي دي چي دا د هغه هیواد کي په لس کلنه جگړه کي په یوه کال کي د ملکیانو تر ټولو زیات تلفات دي.

د پاکستان صدراعظم قطر ته ځي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني بله هفته قطر ته روان دی چي په هغو لارو چارو باندي خبري وکړي چي افغانستان ته سوله راشي.

د ۲۰۱۴ کال وروسته به دافغانستان لګښت څوک ورکوي؟

د ناټو هیوادونو د دفاع وزیران په بروکسلز کې په هغي جنجالي موضوع خبري کوي چی د مخ په زیاتیدونکو ا فغان ځواکونو لگښتونه به څوک ورکوي، کله چي له ۲۰۱۴ کال ورسته د امنیت ساتلو مسولیت په غاړه واخلي.

سپینه ماڼۍ: د امنیتي چارو مسولیت د ټولو قواوو د ایستلو معنی نلري

د سپیني ماڼۍ ویاند ( جې کارني ) دلته په واشنگټن کي وویل چي د ناتو نه افغان قواو ته د امنیت دچارو د سپارلو جریان مخکي لا پیل شوی دی او همداسي به دوام ولري. هغه وویل چي امریکایي قواوي د ٢٠١۴ م کال تر پاي پوري عملا خپل محاربوي نقش ته دوام ورکولای شي او دا چي د امنیتي چارو انتقال د ټولو قواو د وتلو معنی نه لري.

پنیتا: د افغانستان محاربوي ماموریت په کال ۲۰۱۳ کې ختموو

هغه څرګندونې چې د امریکا ددفاع وزیر لیان پنتیا وکړې او و یې ویل چې په افغانستان کې به د امریکا محاربوي رول په ۲۰۱۳ کال کې د روزنې او سلامشورې په نقش بدل شي، په افغانستان کې یو د پام وړ بدلون په ګوته کوي.

پاکستان: که افغانستان وغواړي مونږ پر طالبانو فشار راوستلای شو

د پاکستان د باندنیو چارو وزېرې حنا رباني کهر په اسلام اباد کې خبرېالانو ته نن د پنجشنبی په ورځ ووېل " موږ دېته لېوال ېوو چې هرهغه کار وکړ و چې افغانان ېې غواړي او ېاېې توقع کوي". حناربانی کهر داخبری وروسته له هغه نه وکړلې چې دافغانستان له ېوه ورځني سفر نه را ستنه شوله.

د ملګرو ملتونو سروې: شاووخوا ۷۵ فیصده افغانان وایي د بهرنیو ځواکونو د مرستي نه پرته افغان ملی پولیس امنیت نه شي ساتلای.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه سروې وایي چې د ۲۵ فیصدو نه کم افغانان په دې باور دي چې د افغانستان ملي پولیس د دې توان ولري چې د بهرنیوځواکونو د مرستې نه بغیر دې امنیت وساتي.

امریکا په پاکستان د ډرون بریدونه تاکید کړل.

د امریکا جمهور ریس، بارک اوباما په لومړي ځل په ښکاره دا وویل چه امریکا په پاکستان کې په وسله والو باندې د بریدونو لپاره د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو نه کار اخیستی دی.

افغانستان: ډیر ژر به د طالبانو سره د خبرو دویمه مرحله پیل شي

د طالبانومامورین وایي، افغان طالب مذاکره چیان په قطر کې د امریکایي مامورینو سره د اعتماد او باور د رامنځ ته کیدو دپاره غونډې کوي او دواړې خواووې د سولې د راتلونکو خبرو دپاره تیاری نیسي.

افغان پولیس: یوافغان خپله میرمن په دې خاطر وژلی چې ولي یې لور زیږولې

افغان پولیس وايي چې په هغه سړي پسي گرځي چې پیدا یې کړي چې وایي خپله ښځه یې ځکه وژلې ده چې هلک نه بلکه نجلی یې زیږولې ده.

د پکتیا د ځینو سیمو خلګ د محلی پولیسو نا راضي دي

د پکتيا په يو شمېر ولسواليوو کې ولسي خلک د محلي پوليسو څخه ناراضه دي او وايي، هغه رول، چې دوی بايد د امنيت په ټينګښت کې لوبولای وای، تر اوسه يې په دې اړه هيڅ هم ندي کړي. نږدې يو کال وړاندې د پکتيا ولايت په دريو مختلفو ولسواليو، ځاځي اريوب، ډڼډپټان او احمدخېلو کې محلي پوليس جوړ او په دندو ګمارل شوي دي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ غونډې راونې دي

د طالبانو مذاکره چیان په قطرکې د امریکایي مامورینو سره د اعتماد او باور د رامنځ ته کیدو دپاره غونډې کوي او دواړې خواووې د سولې د راتلونکو خبرو دپاره تیارئ نیسي.

کامیرون: د مهال ویش نه مخکي د افغانستان څخه نه وځوو

د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون نن د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چي دی داسي کوم پلان نه لري چي تر خپل مهال ویش نه مخکي دي د افغانستان نه د برتانیې محاربوي قواوي را وباسي. هغه دا هم وویل چي برتانیه غواړي د کابل سره یې قوي اړیکي مخ په وړاندي رواني وي، ځکه چي « دا د ټولي نړۍ په گټه ده چي یو محفوظه او با ثباته افغانستان دي چي د تروریزم نه آزاد وي موجود وي. »


نور خبرونه

ځانګړې پاڼه: دودیزه لویه جرګه ۲۰۱۱

د اشنا تلویزیون وروستۍ خپرونه وګورﺉ


د اشنا رادیو وروستۍ خپرونې واورﺉ

سهارنۍ خبري خپرونه
د اشنا راډیو سره خبرې اترې
ماښامنۍ خبري خپرونه
د آشنایانو ادبي دیره



زیات لوستل شوي