دهند صدراعظم من موهن سنگه وايي، هند په هغه وعده باندی بیا ټنگار وکړ چې په افغانستان کې یې د کامیابه کیدو په باب کړیده په داسی حال کې چې په دغه هیواد کې د بیا ودانولو او پرمختگ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دهند صدراعظم پرون د سه شنبی په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول سره خبرې وکړې.
چارواکي وايي، من موهن سنگه او د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د طالبانو سره د افغان حکومت د پخلاینې په کوښښونو باندې خبرې وکړې.
د هند مشر په دې خبره ټینگار وکړ چې خبرې باید د افغانانو له لارې وشي او یوازې هغو طالبانو ته ځای ورکړل شي چې تاوتریخوالی وغندی، د تروریزم سره خپلې اړیکې وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
زلمی رسول نن چهارشنبی د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس. ایم کریشنا سره نورې جامع خبرې کوي.


