د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي یو ځل بیا د ایتلاف د قواوو په ستراتیژۍ باندې چې له یاغیانو سره په جگړه بوخت دي، په سخته لهجه اعتراض وکړ.
جمهور رئیس کرزي د یکشنبې په ورځ د المان د پارلمان له رئیس نوربرت لامر، سره په مجلس کې وویل چې اوسنۍ ستراتیژي اغېزمنه نده.
هغه وویل دغې ستراتیژۍ د ملکیانو له وژلو نه پرته نور څه لاسته ندي راوړي.
ښاغلی کرزي وویل چې په افغانستان کې د بغاوت ضد ستراتېژۍ باندی بېا له سره فکر کول - د دغه جنگ ځپلی هیواد د ډېرو مهمو ضروریاتو په جمله کې شمېرل کیږي.
دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزي دېته ورته تبصری تېره اونی هغه وخت وکړلی چې هغه ووېل ناټو اوافغان قواوی د ترهگری خلاف جگړه کې متزلزلی دی.
هغه د نه پرمختگ پړه د ناټو په نظآمی عملیاتو کې دافغان ملکیانو په تلفاتو ور واچوله او وې ویل چې بل علت یې دا دی چې د افغانستان له سرحد نه اخوا په پاکستان کې د افراطیانو خوندی ځایونه لاموجود دي.
ښاغلي کرزي وویل چې د واشنگټن له خوا نه د ٢٠٠١ میلادی کال د جولای د مېاشتی د وروستی نېټې اعلانول چې دامرېکا قواوی به له افغانستان نه وتل پیل کاندی، د یاغیانو مورال یې تقویه کړیدی.
تېره مېاشت دافغانستان جمهوررئېس په دې انتقاد وکړ چې غربی متحدېن دې ته لېوال ندی چې د ترهگرانو خوندی ځاېونه په پاکستان کې وران او وېجاړ کړی.
هغه ووېل چې ېوازې نړېوالی قواوی داقابلېت لری چی دېاغېانو دغه راز قواوې له پښونه وغورزوی.
د افغانستان جمهور رئیس وویل چې د ترهگری جگړه دافغانستان په کلیو او کورونو کې نده بلکې دا جگړه له افغانستان نه د باندې د روزنې په مرکزونو او خوندي ځایونو کې ده.


