د امریکا د دفاع وزیر لیان پنیتا د ولسمشر اوباما د حکومت د هغو پلانونو دفاع کوي چې غواړي په افغانستان کې د یوې لسیزې جګړه پای ته ورسوي. ښاغلي پنتیا نن د یکشنبې په ورځ د امریکا د ای بي سي په تلویزوني چینل کې د مرکې پرمهال وویل چې امریکا اوس هم په یوې جګړې کې راښکیل ده خو اوس دغه جګړه پر سمې خوا روان ده.
د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي چې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د پکتیا ولایت د والي ویاند وايي چې په دې بمبارۍ کې یو سړی د خپل میرمنې او شپږو اولادونو سره د پکتیا ولایت د ګرده څړۍ په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د مصر رسمي خبري آژانس وايي چې یوې جینايي محکمې د حسن مبارک یو نږدې ملګری د اداري فساد په تور په ۷ کلونو بند محکوم کړی دی. د نن ورځې د محاکمې په لړ کې ذکریا عظیمي ۶ میلیونه ډالره جریمه هم شو.
د سوریې چارواکي وايي چې دوي د هغه قتل عام مسول نه دي چې په کښي په یوه کلي کې لږ تر لږه ۹۲ کسه ووژل شول چې ماشومان هم په کښي شامل وو.د سوریې د باندنیو چارو د وزارت ویاند جهاد مکدېسي نن د یکشنبې په ورځ په دمشق کې خبریالانو ته وویل چې دغه برید د حکومت ضد وسله والو کړیدی. هغه وویل چې حکومت دغه برید غندي او تروریستي عمل یې بولي.