Inside VOA | زمونږ سره اړیکې

blank

د نړۍ مطبوعات

عکس Reuters

ټایمز: ټول امریکایان غواړي چې په افغانستان کې جګړه بنده شي

"دپای پیل" ترعنوان لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یومطلب خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، ټول امریکایان دې ته لیواله دي چې په افغانستان کې نوره جگړه بنده شي. د امریکا د دفاع د وزیر لیان پانیتا له دې اعلان نه چې امریکایي پوځیان به په افغانستان کې د ٢٠١٣ کال په نیمایي کې له محاربوي نقش نه یو گام په شا شي، هرکلی شوی دی.

بشپړه موضوع

ګارډین: کرزی د پاکستانیانو سره د خبرو پر وخت په غوصه سو

دټاېمز مجله په خپلې نوې گڼه کې لیکي چې له طالابانو سره خبري کول، حتمي دي خو مهمه دا ده چې دمذاکراتو په مجلس کې څوک د چا سره کښیني؟ دبریتانېې دگارډېن ورځپاڼه ليکي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له مشرانو سره مخامخ سپیني خبري کوي.

دفارن پالېسي مجله: په افغانستان کې د کورنۍ جګړۍ امکانات او مخه ېې څنگه نېول کېداي شي.

دفارن پالېسي مجلې د فبرورې په درېمه لېکي چې په افغانستان کې به راتلونکې کې کورنی جنگ، خامخا پېښ نشي خو ترپخواېې د پېښېدو توقع ډېره ده. مجله په دې تبصره کوي چې مخه ېې څنگه نېول کېدلاي شي او دېوې دوامدارې سولې په لاره کې خنډونه اوستونزې څه دي.

ډایلي ټیلګراف: د طالبانو لوړ پوړی ډیپلوماتیک ټیم قطر ته رسیدلی

د انګلیستان د ډایلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو لوړ پوړي ډیپلوماتان قطر ته رسیدلي دي چې یو سیاسي دفتر پرانیزي. ددغه دفتر موخه دا ده چې د امریکا طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مزاکراتو دپاره لاره هواره کړي.

لاس انجلس ټایمز: آیا امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده؟

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه نن د پنجشنبې په ورځ لېکی چې ایا امریکا په افغانستان کې کامېابه ده ا و که نه ؟ ورځپاڼه په ځواب کې وايي چې دا په دې پوري اړه لري چې تاسي له چانه پوښتنه کوئ.ورځپاڼه زیاتوي دا پوښتنه چې په افغانستان کی برېالېتوب څنگه اندازه کړو یا وسنجوو ډېره مهمه او بنیادی پوښتنه ده. که څه هم په ځواب کې ډېرتوافق نشته دی.

ګارډین: په افغانستان کې د سولې بهیر د خطرسره مخ دی

د برتانیې د گارډین ورځپاڼه دېوشمیر اوروپايي چارواکو له قوله لېکي چې د ولسمشر اوباما حکومت له دې خطر سره مخ دی چې په افغانستان کې ښايي د سولی دراوستلو تارېخي فرصت له لاسه ورکړي. البته که چېري ژر د طالبانو دې غوښتنی ته چی وايي د سولی دخبرو د پېل لپاره دي، ددوی بندېان خوشي شی ، ځواب ونه وايي.

واشنګټن پوست: امریکا باید د افغانستان په برخه کې خپل دریځ روښانه کړي

واشنگټن پوسټ د مطلب په دوام لیکي، د ولسمشر اوباما اداره او همدارنگه د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدان په دې اړه غلي دي، خو په عین حال کې هغه څیړنې چې د امریکا او د بریتانیې حکومتونو، نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک له خواسرته رسیدلي دي داسې څرگندوي چې د امریکا او نړیوالو پوځونو په ایستلو سره افغانستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کیدی شي

افغان مړو ته د سپکاوي په هکله د امریکا د مطبوعاتو تبصرې

د واشنګټن پوست ورځپاڼه د جنورۍ د ۱۳ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر اوباما حکومت هڅه وکړه چې د هغې ویډیو قوي غندنه وکړي چې په انټرنیټ باندي راښکاره سوه او په کښي ښودل کېږي چې د امریکا د سمندري قواووغړي د افغان مړو بې حرمتي کوي.

امریکا غواړي د طالبانو سره بیرته خبری پیل کړي.

امرېکا واېې هېله لري چې د طالبانو سره به د روغې جوړې خبرې بېا پېل شي

نیویارک ټایمز: کرزي د طالبانو ددفتر د پرانیستوسره مخالفت پرېښود

نیوېارک ټاېمز ليکي چې د ښاغلي کرزي موافقه چې په قطر کې د طالبانو ددفتر له پرانېستلو سره یې هوکړه وکړه داسي معلومېږی چې د سولی په بهېر کې ېو قدم پرمختگ منځته راغلی دی، ځکه پخوا ېوشمېر ناکامې هڅی شوې وې او نتېجه ېې نه وه ورکړې.

کرزی طالبانو ته: که سوله کوئ د پاکستان د جاسوسانو مو زه ساتم

دګارډېن ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی طآلبانو ته وايی که تاسی د سولی خبری کوئ زه به مو به د پاکستان د جاسوسانو له مداخلی نه وساتم.

جان کیري: افغانان د دویم بن نه څه غواړي؟

د هیرالد ټریبیون نړیواله ورځپاڼې د ډیسمبر په ۲ مه نېټه د امریکا د مشرانو د جرګې د نړیوالو اړیکو د جرګه ګۍ د ریْس سناتور جان کیري له قوله یو مطلب لیکلی دی. ددې مطلب عنوان دا دی چې افغانان د دویم بن نړیوال کنفرانس نه څه غواړي

ال ای ټایمز: امریکا غواړي افغانانو ته د هغوي د هیواد د کنټرول بهیر ګړندی کړي

ورځپاڼه دامرېکا او ناټو د چارواکو له قوله لېکی دا ددې مانا لري چې واشنگټن او انډېواالان ېې غواړي هغه بهېر گړندی کړي چې افغان ملی اردو ته د جنگي علمېاتو کنترول وروسپارل شي، په داسي حال کې چې امرېکا اومتحدېن ېې دېته ځان چمتو کوي چې په افغانستا ن کې دعسکرو دکمولو بهېر ته ځان چمتوکړي.

واشنګټن پوست: د کرزي ولسي غوښتنې د امریکا د پاره ګرانې دي

د واشنگټن پوست د جمعې په ورځ په خپله سرمقاله کې ولېکل چې جمهور رېس حامد کرزي داسې ېوه مهمه ولسي غوښتنه کړې چې متحده اېالاتو ته به ېې منل ډېر گران وي. غوښتنه داده چې د ناټو او امرېکا عسکر باېد نور د افغانانو د کورونو تلاشۍ او د شپې له خوا برېدونه پاې ته ورسوي.

د ترکیې رول په افغانسان کې او د باثباته افغانستان نه د پاکستان ویره

د ترکیې نه خپریدونکي د سیاسي چارو مجلې ) The Diplomat) د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې آیا ترکیه دا توان لري چې افغانستان وژغوري. او د یورو ایشیا ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو ته یوه کتنه کړیده.

ځانګړې پاڼه: دودیزه لویه جرګه ۲۰۱۱

د اشنا تلویزیون وروستۍ خپرونه وګورﺉ


د اشنا رادیو وروستۍ خپرونې واورﺉ

سهارنۍ خبري خپرونه
د اشنا راډیو سره خبرې اترې
ماښامنۍ خبري خپرونه
د آشنایانو ادبي دیره



زیات لوستل شوي