ځانگړي رپوټونه - نړیوال
په دغو حملو کې نږدې ۳ زره انسانان ووژل شول او یو داسې ملک ته یې تغییر ورکړ چې پخوا به یې فکر کاوه چې خاوره یې خوندې ده او په کښي سترې حملې نه کېږي.
سفیر رایان کراکر وایي له افغانستان سره د همکاریو په لړ کې دا مهال له دې هیواد سره په ستراتیژیک تړون باندې خبری کوي او ددې تر څنګ هغه د افغانستان په امن ساتنه او پراختیایي برخو کې د مرستو ژمنه هم کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن وایي چې د هغې په قول القاعده د ماتې په درشل کې ده خو وایي چې امریکا به تر هغې په کلاره نه کښینې تر څو پورې یې چې دنده په بشپړه توګه نه وي پای ته رسولې .
طالبانو په امریکا باندی سخت انتقادونه کړیدي او د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندي یرغل یې " د لویدیځي دیموکراسۍ په مخ باندي دائمي توره لکه " بللې ده.
دامرېکا دترهگرۍ ضد چارواکي دهغه څه تحقېقات کوي چې دوي ورته باوري خو نه تصدېق سوی خطر وايی. دترهگرۍ دغه خطر پرامرېکا باندې، د سپتمبردېوولسمې نېټې دترهگرۍ د برېدونو، له لسمې کلېزې سره سمون خوري.
وحیدالله په خپل څلویښت کلن ژوند کې په افغانستان کې د لسو حکومتونو شاهد دی، خو هغه د طالبانو د وخت امنیت تر ټولو غوره بولي. یوازې وحیدالله نه دی چې د طالبانو د نظام پر وخت د ښه امنیت د ټینګښت یادونه کوي بلکې د تخار یو شمیر نور اوسیدونکي هم وحیدالله ته ورته نظر لري.
د سپتمبر د بریدونو پوره لس کاله تیر شوي دي. دا چې په دې اړوند ځانګړي مراسم تر سره کیدونکي دي نو حکومتي چارواکي په امنیتي ادارو دا تاکید کوي چې ډیر هوښیار اوسي.
پاکستان په سیمه کې خپلې ګټې لري او دا ګټې د پاکستان او امریکا ترمنځ د ترینګلو اړیکو سبب ګرځېدلې دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې له بریدونو لس کاله وروسته اوس زیات شمیر ځوان امریکایي مسلمانان د عامه خدمتونو په برخه کې د ثابت ماموریت په لټه کې دي.
پیټر ټامسن، د افغان مجاهدینو لپاره د امریکا ځانګړی استازی وو. هغه د افغانستان جګړو او د تاریخي پیښو څخه د زده کړې په نوم کتاب لیکلی دی.

یوولسم سپتمبر په تصویرونو کې

ډونلډ رامزفیلډ په نړۍ کې د راغلیو بدلونونو په اړه خپل نظر وايي
