Inside VOA | زمونږ سره اړیکې

blank

لوبې :تازه شوی 3:03 UTC جمعه 10 فبروري 2012

عکس VOA

کابل کې په لومړي ځل ورزشي ‌ټولنه پرانسیتل شوه

چارواکي وايي چې ددغه پروګرام یو مهم هدف دا دی چې نجونې په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او ځان مسول احساس کړي.

بشپړه موضوع

افغان سوک وهونکو د المپیک سیالیو ته تیاری پیل کړی

دوی وايي، وايي چې غواړي د المپيک دوه زره او دولسم کال په نړیوالو سیالیو کې ولوبیږي.د ملي لوبډلې دیرشو تنو لوبغاړو په کابل کې تمرینونه پیل کړي.

کابل کې د شطرنج ملي سیالۍ پیل شوي

د شطرنج د فدراسیون مشر محمود حنیف وايي چې په دغو سیالیو کې یوسلو پنځو تنو لوبغاړو ګډون کړی وو چې اته پکې نجونې وې.

افغان پهلوانان د ۲۰۱۲ المپیک سیالیو ته چمتو دي

په کابل کې د پهلوانۍ د فدراسیون مشر وايي په نږدې راتلونکې کې به قزاقستان ته لاړ شي او د دوه زره او دولسم کال په غوراوۍ سالیو کې به ګډون وکړي.

افغانستان کې د کرکټ ملي سیالۍ پیل شوې

دغه سیالۍ پنځه دیرش اوریزې دي او د لیګ په توګه د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کابل کې د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د روژې د میاشتې لمانځل او د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو په ګوته کول وو.

د کبډي لوبې افغانستان کې وده کړې

چارواکي وايي چې ددغې لوبې لپاره په افغانستان کې زیاتې آسانتیاوې شته او کولای شي چې ښه لوبغاړي وروزي.

افغان ماشومانو تکوانډو ته مخه کړې

د تکواندو د فدراسیون چارواکيو د مالوماتو له مخې د تیرو وختونو په پرتله د تنکیو ځوانانو ترمنځ اوسنۍ لوبې په نړیوالی کچی ترسره کیږي

د کابل حضوري چمن ورغول شو

ددغه چمن ډیره برخه د جګړو په کلونو کې ویجاړه شوې وه.

افغان فوټبال لوبډله په هرات کې

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې چې په دې وروستیوکې په ګڼو بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی او بریا یې ترلاسه کړی په هرات ولایت کې ځوانان دیته لیواله کړي چې د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کړي.

کابل کې د ۱۴ کلنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د فوټبال د فدراسیون د رسنیو مسول احمد شاه سایر وايي چې په دغو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې تر یوې اونۍ پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

افغان کرکټ لوبډله کاناډا ته روانه شوه

ملي لوبډله به خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د اګست د میاشتې په دوهمه نیټه له کاناډا سره پیل کړي. ورپسې به یو ورځنۍ او شل اووریزې لوبې هم کوي.

په کابل کې د تورې وهنې لومړنۍ سیالۍ

لومړي ځل لپاره په کابل کې د تورې وهنې سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د کابل ښار د کلپونو سلو تنو لوبغاړو برخه لرله او څلور ورځې روانې وې.

افغانستان کې د کرکټ لومړنی معیاري لوبغالی

ملي لوبډلې د جلال آباد پدغه لوبغالي کې خپله لومړنۍ لوبه هم ترسره کړه.

امریکا کې مسلمانه وزن اوچتونکې او د حجاب لپاره مبارزه

کلثوم عبدالله هغه مسلمانه وزن اوچتوونکې ده چې ددغه لوبې د یونیفورم د اغوستلو خلاف یې مبارزه وکړه او بریالۍ شوه.

سپورت