Inside VOA | زمونږ سره اړیکې

blank

نړۍ RSS Feeds آر ایس ایس

عکس AFP

په سوریه کې د شنبې راهیسي د ۱۰۰ زیات خلګ وژل شوي

په سوریه کې د بشري حقوقو مدافعین وايي چې حکومتي ځواکونو د حومص پر مرکزي ښار باندي خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې او په لړ کې یې لږ تر لږه ۱۳ کسه وژل شوي دي چې دا د ۱۱ میاشتني پاڅون پرضد د حکومت د خوا د شدید غبرګون نوې څپه ښيي.

بشپړه موضوع
A policeman looks on as passengers wait to cross the Pakistan-Afghanistan border on foot in the northwest town of Torkham, November 27, 2011.

د ناټو، افغانستان او پاکستان پوځي چارواکي د پولې د امنیت په اړه غونډه کوی.

د ناټو، افغانستان او پاکستان نظامي مامورین غونډه کوي چه د افغانستان او پاکستان د سرحد په غاړو کې امنیت ښه شي.

A Syrian child pass next to a portrait of Syrian President Bashar Assad

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د جمهور ریس سره وکتل

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د سوریې جمهور ریس بشار السد به ژر د سوریی په نوی اساسی قانون باندی د رفرینډم د کولو نیټه اعلان کړی.

امریکا په سوریې کې خپل سفارت تړلی دی

امریکا په سوریې کې خپل سفارت تړلی دی اوخپل پاتي دیپلوماتان یې د امنیتي وضې د خرابیدو لا امله ایستلي دی .د امریکا د باندنیو چارو وزارت نن وویل چې د سفارت کارونه ځنډیدلي دي او سفیر رابرت فورډ اونور دیپلوماتان د سوریی نه وتلي دي.

د امریکا مشهوره لوبه د نیویارک جاینټس ټیم وګټله

په امریکا کې د سوپر بول د امریکایي فوټبال مینه والو پرون هغه لوبه په خورا مینې او شوق وکتله چی ټول کال یی په خورا بی صبری په انتظار کی وي. دغې لوبې ته د امریکایي فوتبال سوپربال وایي چی پرون د نیو انگلند پیترتیتس او نیویارک جاینتس د تیمونو ترمنځ وه.

په مصر کې د څلورمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي

نن څلورمه ورځ ده چې مصري مظاهره چیانو په قاهره کې د پولیسو سره نښتې وکړې. مظاهره چیان غواړي چې ژر دي د جمهوري ریاست انتخابات وشي اوهمدا شان دي واکمنه نظامی شورا قدرت یو ملکي حکومت ته وسپاري.

ملګرو ملتونو د سوریې په برخه کې د چین او روسیې ویټو وغندله

د رورسیې او چین له خوا د امنیت د شورا د هغې پریکړې ویتو کولو، د نړۍ شاخوا هیوادونو د خلکو قهر اوغوصه را پارولې ده چې د سوریی جمهورریس بشارالاسد په کې له دې کبله غندل شوی دی چې په خپلوخلکو باندې حملې کوی. ددغه پریکړه لیک په ترڅ کې جمهور ریْس اسد نه غوښتل شوي دي چې د قدرت نه لیري شي.

یونان د مالي ستونزو په درشل کې د نه وړنګیدو هڅه کوي

په داسي حال کې چې د یونان د مالیې وزیر خبرداری ورکړ چې حکومت به یوې موافقې ته ورسیږي، ددغه هیواد لومړي وزیر لوکاس پپاډیموس خپل پر متحدینو باندي فشار راولي چې د حکومت د وړنګیدلو د مخنیوي دپاره دي د ژغورنې د یوه پلان څخه ملاتړ وکړي.

د جنوبي کوریا ولسمشر د خلیج سیمې ته د انرژۍ د راجلبولو په خاطر سفر کوي

ټاکل شوې ده چې د جنوبي کوریا ولسمشر سعودي عربستان او د خلیج دوو نورو هیوادونو ته ولاړ شي چې خپل هیواد ته د انرژۍ ثابتې زیرمې پیدا کړي. دا سفر په داسي حال کې ترسره کېږي چې سیول پر دې غور کوي چې پر ایران باندي د امریکا د لګیدلیو بندیزونو سره سم ددغه هیواد نه د تیلو واردولول کم کړي

روسیه: په سوریه کې د عرب لیګ د ماموریت پر درولو نیوکه کوو.

د روسیې خارجه وزیر، د عرب لیگ په پریکړې چې، په سوریه کې د ناکراریو د زیاتیدو نه وروسته د خپلو څارونکو ماموریت معطلوي، انتقاد کړیدی. د بشري حقوقو د مبارزینو په حواله لږ تر لږه ٣٦ کسه په ټولې سوریې کې وژل شویدي.

د سوریې مخالف مبارزین پایتخت ته نږدې سنګر جوړوي

د سوریې مخالف مبارزین وایي حکومتي عسکرو د دمشق د ښار څو برخو ته د تعرضي بریدونو دپاره حرکت کړیدی چې ددغو سیمو څخه یاغیان وباسی.

د پوتین د ولسمشرۍ د مبارزې ریْس اوسنی جمهور ریْس میدویدیف غندلی دی

د روسیې د صدراعظم ویلادیمیر پوتین د جمهوري ریاست د مبارزې رئیس د هغه هیواد جمهوررئیس ( دیمیتري مید ویدیف ) په دې غندلی دی چي د دې د پاره چي ښاغلی پوتین دي دریمه دوره هم راشي، د هغه ملاتړ نه کوي.

د عراق چاودنې ۳۱ کسه ووژل او ۶۰ تنه یې ټپیان کړل

دعراق چارواکی وایي چې لږ تر لږ 31 کسان د جمعی په ورځ د هغه موټر بم په چاودنه کې ووژ ل شول چې دعراق په پلازمېنې بغداد کې د شېعه گانو په د جنازی په مراسمو کې وشوه.

Gennady Gatilov (2004 file photo)

روسیه: د سوریې په برخه کې دعرب لیګ او لویدځ ګډ پریکړه لیک نه منوو

روسیه وايي چې دعرب لیگ او غربي هېوادونو هغه مشترکه پریکړه لیک چې ملگروملتونو ته ېې د سورېې په برخه کې وړاندی کړیدی نشي تاییدولی ځکه چې د مسکو نظریات چې دا ناکراري څنگه پای ته ورسېږي په نظر کې ندي نیول شوی.

ځانګړو امریکايي ځواکونو یرغمل شوي کارکونکي ژوندي وژغورل

د امریکا د سمندري ځواکونو یوې خاصې قطعې چې نیوي سیلس نومیږي پرون د چارشنبې په ورځ د شپې په تیاره کې په سومالیه کې عملیات ترسره کړل او دوتنه یرغمل شوي کسان یې چې یوه یې امریکايي میرمن وه او بل یې هم د دینمارک تبعه و، آزاد کړل.

ځانګړې پاڼه: دودیزه لویه جرګه ۲۰۱۱

د اشنا تلویزیون وروستۍ خپرونه وګورﺉ


د اشنا رادیو وروستۍ خپرونې واورﺉ

سهارنۍ خبري خپرونه
د اشنا راډیو سره خبرې اترې
ماښامنۍ خبري خپرونه
د آشنایانو ادبي دیره



زیات لوستل شوي